افغانستانخبرونه

په کندوز کې ۷ تنه د غلا په تور ونيول شول

د کندوز امنيتي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې يې ٧ تنه د غلا په تور نيولي دي.د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر په خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه ولايت په علي ‌آباد ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ۶ تنه د غلا په تور نيولي او له نيول شويو کسانو څخه يو شمېر وسلې هم ترلاسه شوې دي.خبرپاڼه کې زياته شوې، چې همدا راز د کندوز ښار د شپږمې امنيتي حوزې پوليسو يو کس د يادې حوزې اړوند باغ‌شرکت سيمه کې د غلا په تور نيولی دی.سرچينې زياته کړې، چې د نيول شويو کسانو دوسيې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *