
د کندوز ښاروالۍ مسئولين وايي، چې د دغه ښار د درېيمې ناحيې اړوند په ذاخېل او عرضيکي ګذرونو کې د دوو فرعي سړکونو د پخولو چارې پيل شوې.ياد سړکونه ۹۵۵ متره اوږدوالي او ۵ متر سور لري، چې د UNOPS دفتر په مالي ملاتړ د ١٠٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت په اساسي توګه جوړېږي.د مسئولينو په خبره، د دغو پروژو په پلي کولو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.