
د کندوز سيمه ييز مسئولين وايي، چې په ياد ولايت کې د سپينو زرو د صنعت کارانو بازار ښه شوی دی.په کندوز کې د سپينو زرو يو شمېر صنعت کارانو وايي، چې د تېرو مياشتو په پرتله د دوی پلور زيات شوی او د سپينو زرو محصولاتو ته يې تقاضا ډېره شوې ده او په دې کار سره به دوی ښکلې ګاڼۍ توليد کړي.له بلې خوا يو شمېر ګاڼه پلورونکي وايي، چې خلک د بېوزلۍ او بې کارۍ له امله نه شي کولای چې ګاڼې وپېري.دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو مياشتو کې خلک د سرو زرو د پېرودنې توان نه لري له همدې امله خلک د سپينو زرو لاسي صنايعو ته چې د هېواد له اومه توکو په ښه کيفيت جوړېږي خلکو يې په مناسبه بيه پېرودنې ته مخه کړې ده.