
د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې د آمو سيند څنډو د پياوړتيا چارې د څه باندې ۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوې.په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مطيع الله روحاني وويل، چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه ولايت په ټولو برخو ښه والي او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.په همدې حال کې د آمو سيند څنډو د پياوړتيا رئيس مولوي سيد غلام مشواڼي وويل، چې د آمو سيند د څنډو د پياوړتيا حوزو د پياوړتيا چارې له شبرغان، واخان، بدخشان تر کندز ولايت له مربوطاتو څخه پيل شوې، چې اوسهمال د دغه ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې پيل شوې.ده زياته کړه، د کندز ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې آمو سيند د څنډو پر پياوړتيا څه باندې ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.نوموړي زياته کړه، چې د دغه پروژې په بشپړېدو سره په دغه ولسوالۍ کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه د آمو سيند له تخريب څخه وژغورل شي.د يادونې وړ ده، چې يوه مياشت وړاندې د دغه ولايت د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر په برزنګي سيمه کې هم د آمو سيند څنډو د پياوړتيا چارې پيل شوې وې.