
د کندهار ولايتي مسئولينو په دغه ولايت کې له ۷۰ زيات بې سرپرسته ماشومان راټول کړي، چې سرپناوې يې نه لرلې.د ياد ولايت د والي وياند حاجي زيد پر ټوېټرپاڼه ليکلي، چې ياد کسان يې د تېرې يوې اوونۍ په جريان کې د ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټول کړي دي.د زيد په خبره، راټول شوي ماشومان د ښې روزنې لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي.نوموړي په دې برخه کې له ټولو خلکو د مرستې غوښتنه کړې.د يادونې وړ ده، چې اوس مهال په ټول هېواد کې د سوالګرو، بې سرپرستو او پر نشهيي توکو د روږدو کسانو راټولول پيل شوي دي.