افغانستانخبرونه

په کندهار کې ٨ ښوونځي او درې روغتيايي مرکزونه جوړېږي

د کندهار مرستيال والي مولوي حيات‌ الله مبارک د سويل لوېديځ زون په کچه د UNHCR موسسې له مسئول مامون ابوعرتوب سره وکتل.په دغه کتنه کې مامون ابوعرتوب وويل، چې اداره يې پلان لري، تر څو په کندهار کې ٨ ښوونځي، درې روغتيايي مرکزونه او ۳۰۰ کورنيو لپاره د سرپنا‌ه جوړولو تر څنګ له سلګونو نورو کورنيو سره بېلابېلې مرستې کوي. په ورته وخت کې مرستيال والي مولوي حيات الله مبارک د ابوعرتوب څخه مننه وکړه او ورڅخه يې وغوښتل، چې په خپلو خدمتونو کې ډېروالي راولي.مولوي مبارک په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *