افغانستانخبرونه

په کندهار کې روغتيايي کارکوونکي ډېرشوي

په کندهار کې له پخوا د روغتيايي کارکوونکو شمېر زيات شوی او په هغو سيمو کې هم فعاليت لري چې دوه کاله وړاندې په کې هېڅ روغتيايي خدمتو نه وو. دغه رضاکاره روغتيايي کارکوونکي په کندهار ښار او ولسواليو کې د عامې روغتيا رياست او باران موسسې له خوا ګمارل شوي او په بيړنيو حالاتو کې له ناروغانو سره روغتيايي مرستې کوي.د باران موسسې تخنيکي مسئول ډاکټر محمد حقبين وايي: اوس د کندهار په ولسواليو کې ۶۱۹ روغتيايي مرکزونه شته، چې په کې ۱۲۳۹ تنه روغتيايي رضاکاران کار کوي ،چې له دې ډلې ۶۳۴ تنې يې مېرمنې دي.(( دوی زموږ او د ټولنې ترمنځ د يو پل حيثيت لري له بېلابېلو ولسواليو او لرې پرتو ساحو روغتيايي مرکزونو ته ناروغان معرفي کوي.))روغتيايي رضاکاران هم وايي: خوښ دي چې د ټولنې له بې وسه کسانو سره په روغتيايي برخه کې همکاري کوي.د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی محمد سرور وايي، اوس د دوی شمېر زيات او دوه برابره شوی. (( پخوا د جګړو له امله لرې کليو ته نه شوای تلای،خو اوس هر ځای تلای شو.))روبينه بيا هغه روغتيايي کارکوونکې ده ،چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې په رضاکار ډول کار کوي او وايي: داسې سيمو ته تللې، چې هلته د ښځو په برخه کې روغتيايي خدمتونه بېخي خلکو نه پېژندل. (( موږ بغير له معاش کار کوو،ښځو ته لارښوونه کوو چې د هرې ناروغۍ لپاره بايد ډاکټرې ته ورشي ځکه دا ستاسو او ماشوم ژوند مو ژغوري.))روغتيايي مسئولينو ويلي، په ټول هېواد کې ۳۰ زره تنه د ټولنې روغتيايي کارکوونکي يا رضاکاران کار کوي ،چې له دوی پنځوس سلنه يې مېرمنې دي.په دې اړه په رپوټ کې هڅه شوې ، ترڅو د کندهار د عامې روغتيا رياست نظر هم ولري، خو له هڅو سره سره بريالي شوي نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *