خبرونه

په کندهار کې د کرومايت ډبرو کان کشف شو

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په کندهار کې د کرومايت ډبرو يو کان کشف شوي، چې د اټکل له مخې ۱۳ زره ټنه کرومايت ډبرې ترې ترلاسه کېدای شي.د کانونو رياست کارکوونکي د کندهار د دامان ولسوالۍ په خونديانو سيمه د کرومايت ډبرو د يوه کان د راسپړلو پر چارو کارکوي.د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال په دې کان کې اکتشدفي کارونه روان دي، چې د ورکړ شويو راپورونو له مخې کېدای شي له دې کان څخه د ۱۳ زره ټنو په شاوخوا کې کرومايت ترلاسه شي . د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي: له پراختيايي دورې څخه وروسته به په دې کان کې د سلګونه ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره شي .د کندهار د کانونو رئيس مولوي عبدالحنان حميدي څرګنده کړې: داخو اوس د اکتشاف پړاو دی. دا پړاو د دې لپاره ترسره کېږي، چې د دې کان ضخامت، کچه او زيرمه معلومه شي. تراوسه، چې کومې کېندنې شوي راپور يي موږ ته راوړی دی. د همدوی د اکتشاف د راپور له مخې څه نا څه ۱۳ زره ټنه زيرمه لري او دا هم ممکنه ده، چې يا ډېره شي او يا ممکنه ده، چې کمه شي؛ نو په بيا اکتشاف يا استخراج کې به بيا معلومات وشي.د دې کان د اکتشافي چارو د شرکت يوه مسئول ويلي: د استخراجي کارونو له پيل کېدو سره به په دې کان کې سلګونه تنو بې وزګار خلکو ته د کار زمينه برابره شي.د اکتشافي چارو د شرکت مسئول صبغت الله وايي: دا خو چون اکتشافي مرحله ده په اکتشافي مرحله کې د کارګرو او ماشينرۍ تعداد کم وي اوس فعلاً له موږ سره ۲۷ کسان کار کوي. کله، چې د اکتشاف مرحله خلاصه شي، استخراج ته برابر شو؛ انشاءالله زموږ د کار ساحه بيخي پراخه کېږي. حتا زموږ د کار د کسانو شمېر به له سل واوړي.په دې کان کې په کار بوخت کارګر احمد خوښ دی، چې د کار زمينه مساعده شوې او له هېواد څخه وتلو ته نه دب اړ شوی. دا کسان په هېواد کې دننه د هېواد له شتمنيو څخه ګټه پورته کول دهېواد او هېوادوالو د اقتصاد کچې په لوړولو کې ډېر ګټور بولي .هغه وايي: په دغه معدن کې موږ ډېر خوشحاله يوو؛ ځکه د بې وزګارۍ او تشو ګرځېدو څخه موږ ته د کان کار ډېر ښه دی. په دې خاطر که دې ځای کې موږ کارونه ونکړو اکثريت خلک بيا بهر هېوادونو ته مخه کوي.د يادونې وړ ده، چې د دولت له لوري په هېواد کې دننه شته امکاناتو څخه د ګټې پورته کولو په صورت کې کېدای شي؛ د هغو اقتصادي او سياسي فشارونواغېز، چې د نړيوالو له خوا پر افغانستان لګول شوي ډېر کم شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *