
په کندهار کې روغتيايي مسئولين وايي، چې په تيرو اتو مياشتو کې ميرويس حوزوې روغتون ته ۸۱۳ سوځلي کسان ور وړل شوي، چې له ډلې يي ۲۴ کسانو ژوند د لاسه وړکړی دی.د کندهار ميرويس حوزوې روغتون جراحي واټ ته هر ورځ عاجل ناروغان د درملني په موخه رواستل کېږي.عبدالجليل خپل ۱۲ کلن زوی ،چې د اور سره د لوبو له امله سوځل شوی د درملنې لپاره ميرويس روغتون ته راوړي.دی د خپل زوی د سوځيدو کيسه کوي.(( ميلمه مي کور ته راغلی وو د ډوډی خوړلو څخه وروسته د بخارۍ اطاق ته ميلمه او زما زوی ولاړه هلته چي يې بخارۍ ته اور اچولی هغه بخارۍ اور پر واخيستۍ او زما پر زوی هم اور بل وو)).د عبدالجليل د زوی په شان کريم الله هم په خپل دوکان کې د اور پر مهال د تېلو د استفادې له امله نيم سوځيدلی دی.دی له خلکو غوښتنه کوي ،چې د اور پر مهال د احتياط څخه کار واخلي.(( سهار دوکان ته راغلم زما څخه وروسته مي شاګرد دوکان ته راغلی هغه چې راغلی اور يې بلوۍ تېل ځنې توۍ شول زما پر پښو هم تېل وموښتل هغه زما پر پښو هم اور بل شوو)).په کندهار کې د ژمي په راتګ سره د سوځېدو پيښې زياتي شوي ، چې ډېرې يي د بې احتياطۍ له امله رامنځه کېږي.د ميرويس حوزوې روغتون د جراحي څانګې ډاکټر عبدالمطليب شاهين وايي ،چې دغه روغتون ته په تيرو اتو مياشتو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۱۳ سوځيدلي کسان وروړل شوي ،چې څه باندي ۳۰۰ يي بيستر ته اړتيا درلوده.ډاکټران وايي: په ياده موده کې ۲۴ شديدو ناروغانو ژوند هم د لاسه ورکړی.(( د کال د پيل څخه تر اوسه ۸۱۳ ناروغان دلته مراجعه کړي او اوس دلته ۳۰۴ مريضان بستر دي او د يادو ناروغانو څخه يې ۲۴ مريضان خپل ژوند د لاسه ورکړی دا چې په ژمي کې د اور څخه زياته استفاده کېږي ، نو په دې خاطر سره دا د سوځېدو مريضان زيات شوي دي)).ډاکتران د انسان سوځېدل په درې درجو وېشي، لومړۍ او دوهمه درجه سوځېدل د درملنې وړ دي؛ خو د درېيمې درجې د روغېدو امکان لږ وي. د سوځېدنې د پېښو ترڅنګ يو شمېر ډاکټران اندېښمن دي، چې د ژمي په موسم کې د سوند موادو د کارولو له کبله جوړيدونکې ګازونه هم د کور دننه چاپېريال ککړوي ،چې د زياتو ناروغيو د رامنځ ته کېدو او آن د انسان د مړيني سبب کېږي.