
د کندهار ښاروالۍ مسئولينو ويلي ،چې د دغه ولايت په ۱۳ مه او ۹ مه ناحيه کې د ۲۵ ميليونو ۳۹۰ زرو او ۱۳۱ افغانيو په لګښت د ۶ سړکونو د رغولو چارې پيل شوې دي.د کندهار د ښاروالۍ مسوولين وويل، چې د دغه ولايت په ۱۳ ناحيه کې يو سړک ۱۴۰ مترو په اوږدوالي او ۱۳ متره پلنوالي سره د ۱۰ ميليونو ۴۶۷زرو او ۸۵۷ افغانيو په لګښت د جوړېدو چارې پيل شوې دي.د يو بل خبر له مخې؛ د دغه ښار په ۹ ناحيه کې د ۱۲۲۸ مترو په اوږدوالي د ۵ سړکونو د رغولو چارې د ۱۴ ميليونو ۹۲۲ زرو او ۲۷۴ افغانيو په لګښت پيل شوې دي.د يادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.