افغانستانخبرونه

په کندهار کې د پنبې د پروسس او غوړيو د توليد فابريکه پرانيستل شوه

په کندهار کې د پنبې د پروسس او غوړيو د توليد فابريکه دغه فابريکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۲ ټنه پنبې د پروسس او ۱۲ ټنه تېلو د توليد وړتيا لري، په دې فابريکه کې د پنځوسو کارګرانو لپاره کاري زمينه هم برابره شوي دي.د دغې فابريکې مسئول حاجي حبيب الله حبيب يار د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي او وايي، چې د برېښنا د نشتوالي له امله په ورځ کې يوازې اته ساعته کار کوي، د هغه په وينا که برېښنا ولري نو د ورځې لږ تر لږه شل ساعته کار کولاى شي.(( موږ اوس د جنراتور څخه استفاده کوو د جنراتور مصرف مو هم زيات دی، برق مو نشته په ټوله ورځ کي اته ساعته برق لرو، په کندهار کې هم د داسي فابريکي جوړولو ضرورت وو په همدې خاطر سره مو دا فابريکه جوړه کړل، چې هم مو خلګ پر کار شي او هم مو اقتصاد يو څه پر پښو ودريږي)).دغه فابريکه په دولسو ساعتونو کې له ۳۲ ټنو پنبې څخه د ۱۲ ټنو تېلو د توليد ظرفيت لري، د پروسس په بهير کې تخم لومړي د پنبې څخه د ورېښمونو ماشين په واسطه جلا کېږي او بيا د بل ماشين په واسطه د پنبې له تخم څخه د فشار په واسطه غوړ او کونجاره ترلاسه کېږي.په ياده فابريکه کي پنځوسو کسانو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ، چې د يادو کارګرو له جملې يو هم شاه محمد دی هغه د خپل کار اړوند داسي وايي.(( دا دانه داره پنبه چې د هلمند څخه هم راځي دلته تر ماشين يې موږ باسوو، چي بيا ددې څخه دانه او غوړي وزي چې بيا کونجاره او صابون هم ځني جوړيږي)).دا مهال په کندهار کې د پنبې د پروسس ټولټال ۲۷ فابريکې شتون لري.عام ښاريان وايي، که داسي فابريکې نوري هم جوړي شي زموږ د هېواد لپاره ډېر ګټور تماميدای شي.محمد اسحاق د کندهار اوسيدونکی دی دی وايي: ددغه فابريکو د لاري کولای شوو چې خپل بې روزګاره ځوانان پر کار کړو او هم به مو د هېواد اقتصاد ته ګټه رسيدلي وي.(( که داسي فابريکې نوري هم فعاله شي هغه زموږ کوم ځوانان چې نورو هېوادونه ته ځي او يا هم په سمندرونو کې غرق کېږي هغه ځوانان به مو پر کار شوي وي)).پر دې سربېره، چې له هلمند څخه پنبه واردېږي، سږ کال په کندهار کې پر ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې د فابريکو د خاوندانو اړتياوې پوره کوي.د کندهار د کانونو او صنايعو خونې مرستيال حاجي يارمحمد رحماني وايي، چي سږ کال په کندهار کي درې لکه ټنه پنبه لرو، چې ددې لاري د جنوب زون کروندګرو ته ښه ګټه رسيدلي ده.(( سږ کال په کندهار کي موږ درې لکه ټنه پنبه لرو، چې د هلمند څخه هم راځي، ددې څلور ولايتونو لکه کندهار، هلمند، روزګان او زابل و بزګرانو ته يې ښه ګټه کړې ده)).دا مهال د کندهار په صنعتي ښارګوټي کي د ټولټال ٢٦٠ فابريکو له جملې څخه ١٢٠ يې فعالي دي او ١٤٠ نوري فابريکي زياتره د برېښنا د نشتوالي له امله غير فعاله دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *