
د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، سږ کال په کندهار کې پر ۸۷زره او ۶۲۰هکټاره ځمکه غنم کرل شوي او د اټکل له مخې به ۳۲۹ زره ټنه حاصل ترې تر لاسه شي. موسی زياته کړه، په دغو غنمو کې للمي نه دي شامل، خو که په کافي اندازه اورښتونه وشي، نو للمي غنم به هم ښه حاصل ورکړي او د غنمو د حاصلاتو کچه به له اټکل شوې اندازې ۳۰سلنه نوره هم لوړه شي. ((سږ کال پر۸۷زره او ۶۲۰هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، د زياتېدو لامل يې همدا دی چې کوکنار بند شوي، نو ځکه خلکو د غنمو کرنې ته مخه کړې ده.))بزګران بيا وايي، که څه هم سږ کال غنم زيات کرل شوي، خو د وچکالۍ له امله کمزوري دي او دوی اندېښنه لري چې حاصلات به يې کم شي.نذير احمد او ذبيح الله چې په دامان ولسوالۍ کې يې غنم کرلي ويلي:((اوبه ډېرې ټيټې شوې دي، ۳۰ شمسي هندارې مو ورته اېښي، ټوله ورځ اوبه راپورته کوي، خو بيا هم د ځمکې لپاره بسنه نه کوي، نو غنم له پخوا کمزوري دي.))د کندهار په ټولو ولسواليو کې غنم کرل کېږي، خو ډېره برخه يې په ډنډ، دامان، ژړۍ، شاوليکوټ، پنجوايي، ميوند او ارغستان کې کرل کېږي.په کندهار کې اوس د يو من غنمو بيه له ۱۸۰ افغانۍ تر ۲۰۰ افغانۍ پورې ده، چې له ټولو ښه غنم يې د کندهار داماني غنم دي.د يادولو وړ ده چې افغانستان هر کال له شپږ ميليونه ټنه ډېرو غنمو ته اړتيا لري چې که د وچکالۍ له امله دغه اندازه غنم پوره نه شي، اړتيا به يې له دې هم لوړه شي.