خبرونه

په کندهار کې د شاتو توليد زيات شوی

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسئولين وايي :که د سوداګرۍ په برخه کې پانګه اچونه وشي لرې نه ده، چې کندهاري شات به تر نورو هېوادونو ورسېږي، په دې وروستيو کلونو کې د مچيو د روزنې او د شاتو د توليد لپاره د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې هڅې چټکې شوي، چې هر کال ترې په زياته کچه لوړ کيفيت لرونکي ډول ډول شات په بېلا بېلو وختونو او فصلونو کې راټولېږي ،چې د ګڼو خلکو د بوختياوو ترڅنګ د شاتو په توليداتو کې هم رغنده رول لري. د مچيو د روزنې او پالنې لپاره تل د مچيو روزونکي په دې لټه کې وي، ترڅو داسې يو چاپېريال غوره کړي چې د مچيو د روزنې لپاره مساعدې اوبه ، هوا او اقليمي شرايط برابر وي، ترڅو وکولای شي په ښه ډول د مچيو په واسطه غوره شات راټول کړي.د کندهار د مالدارۍ آمر حاجي محمد حميد وايي: په کندهار کې ۲۱ د شاتو د توليد فارمونه شته، د نوموړي په خبره پلان دادی، چې هغه نور بې کيفيته او کمزوري شات په بازار کې بند کړي ،ترڅو خالصو او کيفيت لرونکو شاتو ته دخلکو لاس رسي ډېر شي.(( د فارمونو له مسئولينو سره مو مجلس کړی که د دوی له لوري موږ ته هغه کسان وښودل شي ،چې په شاتو کې نور مواد ګډوي چې د شاتو کيفيت خرابوي موږ يي مخه نيسو)).د مچيو فارم لرونکي وايي : په تېرو څو مياشتو کې د شاتو صنعت يوځل بيا وده کړې دوی وايې :که د بې کيفيته شاتو مخه ونيول شي، د دوی شاتو ته به په بازار کې د خلکو تقاضا نوره هم زياته شي.(( دا د ريحانو درېيمه عسل کشي ده د بارانونو له وجي دا کال ريحان ډېر سم وو، نو په دې خاطر مو دا کال د عسلو ښه ټول درلودلۍ)).په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا وايي : که د دوی د شاتو د معياري کولو لپاره لابراتوارونه جوړ او ښه کيفيت يې معلوم شي په هغه وخت کې د نورو هېوادونو تقاضا ډېرېږي.(( د شاتو پر کيفيت باندې تر اوسه داسي ښه کار ندی شوی چې کيفيت يي په نړيوال سټنډرډ برابر او نړيوال بازار ته وړاندي شي)).د يادونې وړ ده چې په کندهار کې دا مهال دخالصو شاتو د يوې کيلو بيه زر افغانۍ ده که د کندهار د شاتو د معياري کولو لپاره مرکزونه جوړ شي او بهرنيو هېوادوته ولېږل شي هلته به په ښو قيمتونو خرڅ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *