
په کندهار کې د ډاکټرانو له خوا د زړه داسې عمليات په برياليتوب ترسره شول، چې له دې وړاندې به ناروغان د دغو عملياتو ترسره کولو لپاره پاکستان او يا هم هند ته تلل. ملا حمدالله چې د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د زړه دری رګونه يې بند وو ،چې له امله يې څو ځله ډاکترانو ته په کور د ننه او له هېواده بهر مراجع کړې وه.دی وايي: درې ورځې مخکې يې مهمند نړيوال روغتون ته مراجع وکړه، چې سم دستي يې د افغان ډاکټرانو له خوا عمليات ترسره شول او اوس يې روغتيا ښه ده. (( پر دغو عملياتو په پاکستان کې اته لکه پاکستانۍ کلدارې مصرف راتله، خو دلته يې ماته دغه عمليات په دې خاطر وړيا وکړل ،چې د دغو عملياتو پيل وشو.)) ياد عمليات په کندهار کې د ډاکټر احسان الله مدد فضلي له خوا ترسره شوي، چې دا په کندهار کې لومړنی ډاکتر دی چې دغه ډول عمليات ترسره کوي.