افغانستانخبرونه

په کندهار کې د زعفرانو کښتونو مثبته پايله ورکړې

د کندهار کروندګرو په يا ولايت کې د زعفرانو کښت کړي چې په ازمايښتي پړاو کې يې ښه پايله ورکړې ده.۵۵ کلن محمد اسماعيل د کندهار د دامان ولسوالۍ صاحبزاده کلاچه سيمه کې په يوه جريب ځمکه د زاعفرانو کښت کړي دي.محمد اسماعيل وايي: وړاندې يې پر خپله ځمکه تارياک کرل، خو سږ کال يې د زاعفرانو کښت کړي چي ښه پايله يې ورکړې ده.نوموړی وايي: د زاعفرانو د حاصلاتو لپاره دې په کندهار کې هم بازار موندنه وشي.(( دا مو خپل کور دی، د اقتصاد لپاره مو دا وکړ، موږ تارياک بند کړل او زاعفران مو وکرل زاعفرانو ښه پايله ورکړه.))د کندهار په خاکرېز، ميوند، ژړۍ، پنجوايي، ډنډ او دامان ولسواليو کې شاوخوا يو ۱۳۰ جريبه ځمکه سږ کال د زاعفرانو ازمايښتي کښتونه شوي دي. د دغه ولايت د کرنې رياست د کرنيزو چارو آمر شمس الرحمن موسی وايي: د زاعفرانو ازمايښتي کښتونو په کندهار کې مثبته پايله وکړې چې حاصلات هم ورڅخه اخيستل شوي.موسی زياتوي: تازه رواجېدونکي کښتونه به د دغه ولايت د کوکنارو او نورو نشه‌يي توکو د کښتونو بديل وي.(( د هالنډ کمېټې له طريقه مو په کندهار کې له شاوخوا سل کروندګرو سره په حدود د سل جريبه شاوخوا ځمکه کې زاعفران پاشلي، چي په يو جريب څه کم يو کيلو حاصل لرو، ښه نتيجه يې لاسته راوړې او دا ډېر ښه حاصل دي.))د کندهار د کرنې رياست د بومي نباتاتو آمر وايي، له ځينو مرستندويه بنسټونو سره يې د کندهاري زاعفرانو د پروسيس او بازارموندني په برخه کې کار پيل کړی دی.(( موږ له نورو بنسټونو سره هم په ارتباط کې يو او هيله شته ،چې د هغو بنسټونو په مرسته کندهاري زاعفرانو ته مارکيټ پيدا شي.))د کندهار تر څنګ په نورو ولايتونو کې هم د زعفرانو کښتونو ته مخ شوې چې بزګران يې له حاصلاتو څخه خوښ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *