
په کندهار کې د افغان خبريالانو د خوندېتوب کمېټه وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ، رسنيو او خبريالانو سره په ګډه يې هڅې پيل کړي، چې د رسنيو تخطيوته د رسېدنې يوه کمېټه جوړه کړي.په کندهار کې د رسنيو د استازو او ولايتي مسئولينو ترمنځ د همږغۍ د مجلسونو په نتيجه کې معلوماتو ته لاس رسي زيات شوی.په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د خبريالانو او دولتي ادارو مسئولينو ترمنځ د همږغۍ ناسته ترسره شوه ،چې پکې د محلي او ملي رسنيو خبريالانو او په کندهار کې د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو ګډون کړی وو.په جنوب کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسئول احمد لودين وايي ،چې د مسئولينو سره د همږغۍ تر مجلسونو وروسته د خبريالانو په وړاندې ستونزې کمې شوي دي.نوموړی وايي ،چې د خبريالانو ، اطلاعاتو او فرهنګ رياست ، ولايت مقام او اړوند ادارو سره په ګډه يې هڅي پيل کړي چې رسنيزو تختيو ته د رسېدنې يوه کمېټه جوړه کړي.((نوی نوښت مو دا په کار واچاوه ،چې د ځينو رسنيو تخطيو لپاره يوه ځانګړې کمېټه جوړه کړو تر څو رسنيزو تخطيو ته د همدې کمېټي له لارې رسيدګي وشي))په کندهار کې د آزادو خبريالانو د ملاتړ بنسټ مسئول محمد يار مجروح وايي ،چې رسنۍ دا مهال له مالي بهران سره لاس اوګرېوان دي.نوموړی وايي: که څه هم د خبريالانو پر وړاندې ستونزې تر پخوا کمې شوي ،خو اړتيا ده چې اسلامي امارت د رسنيو مالي ملاتړ وکړي ،ترڅو روان حالت جاري وساتل شي.((په اقتصادي برخه کې خبريالان او س تر بل هروخت په بد حالت کې دي موږ د اسلامي امارت په خاص ډول د اميرالمئومنين څخه غواړو ،چې خبريالانو سره ځانګړې مرستې وکړي او رسنيو ته ځانګړې بوديجه ورکړي))د يادونې وړده ،چې په کندهار کې مېشت خبريالان هم وايي، چې تر پخوا يې په وړاندې ستونزې کمې شوي او کاري ساحه يې پراخه شوې.