افغانستانخبرونه

په کندهار کې د حسن قرائت سيالۍ ترسره شوه

په کندهار کې د اتصالات مخابراتي شبکې له لوري د اتيا قاريانو ترمنځ د حسن قرائت سيالۍ ترسره شوه .د اتصالات مخابراتي شبکې ساحوي مسئول الله نور همت رسنيوته ويلي، چي دا سيالۍ له تېرو څو کلونو راهيسې د يو خصوصي تلوېزيون له لارې تر سره کېدې، خو په خبره يې چي اوس دوی خپله يادې سيالۍ پيل کړې دي.نوموړي وويل: دوی د حسن قرائت سياليو سربېره ځوانانو ته په ښوونيزو، ورزشي او شمېرنو نورو برخو کې هم بېلابېل پروګرامونه برابر کړي دي.(( په هر زون کې درې غوره قاريان ټاکل کېږي، د وروستۍ سيالۍ لپاره به کابل ته وړل کېږي او په وروستۍ سيالۍ کې ګټونکو ته به سترې جايزې ورکول کېږي))ديني عالمان په ديني مسايلو کې سيالۍ کول جايز بولي.د کندهار د حج اوقافو رئيس شېخ مولوي عبدالبصير وايي ،چې د حسن قرائت سيالۍ د ځوانانو قاري صاحبانو لپاره ګټورې دي او دوی په بشپړه ډول ملاتړ کوي. ((د قران شريف خدمت کول چې الله (ج) چاته نصيب کړي دا د ټول هېواد د نارينه او ښځينه وو لپاره د افتخار خبره ده، موږ وياړو چې دغه سياليو ته مو زمينه برابره کړې ده))هغه قاريانو چې د اتصالات حسن قرائت په سياليو کي يې ګډون کړی وايي: دا سيالۍ دوی ته ډېرې ګټورې دي او د ډېرېدو غوښتنه يې کوي. ((دغه سيالۍ ډېر ارزښتمنې دي، په کار ده چې دا ډول سيالۍ نورې هم زياتې شي.))د اتصالات مخابراتي شبکې مسئولين وايي: د دغو سياليو هدف يې د قرانکريم قرائت کولو ته د حافظانو او قاريانو هڅونه ده او دا لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ولايتونو کې د اتصالات مخابراتي شبکې له لوري ورته سيالۍ ترسره شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *