افغانستانخبرونه

په کندهار کې د افغان بېسيم مخابراتي شبکې اوومه څانګه هم پرانيستل شوه

د کندهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست په هلو ځلو افغان بېسيم مخابراتي شبکې د کندهار په دوهمه ناحيه کې د خدمتونو وړاندي کولو په موخه خپله اوومه څانګه هم پرانيستله، چې د پرانيستي په يادو مراسمو کې کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن، د کندهار ولايت مقام د بشري سرچينو او پراختيا رئيس مفتي ميرزامحمد زاهد، د کندهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس ملانور‌الله اخوند، سويل لوېديځه حوزه کې د اترا آمر سيدمحمدنبي آغا او کندهار کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسئول نوراحمد شاه‌آغا ګډون کړی وو.
په پيل کې د کندهار په کچه د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مسئول نوراحمدشاه‌آغا وويل؛ کندهار کې يې د افغان بېسيم مخابراتي شرکت اوومه څانګه په دې موخه پرانيستله، ترڅو هېوادوالو ته اسانتياوي برابري او هېوادوال له خنډ او ځنډ پرته د افغان بيسيم مخابراتي شبکې خدماتو ته لاسرۍ ولري، چې په خبره يې؛ په دې څانګه کي يې د مېرمنو لپاره هم جلا ځای جوړ کړی او مېرمنو ته خدمتونه هم د مېرمنو لخوا وړاندي کېږي.
د کندهار ولايت مقام د بشري سرچينو او پراختيا رئيس مفتي ميرزامحمد زاهد د افغان بيسيم مخابراتي شبکې له مسئولينو مننه وکړه، چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه د خدمتونو د پراخوالي او چټکوالي په برخه کي غوره او مثبت ګامونه اخلي او ترڅنګ يې د دې مخابراتي شبکې له مسئولينو غوښتنه وکړه، ترڅو لا هم خپل خدمات چټک او ښه کړي، ترڅو خلګو ته اسانتياوي برابري شي.
بل لوري ته بيا د کندهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس ملانورالله نوري آخند خبر ورکړ، چي اوس مهال د کندهار ټولي ولسوالۍ د افغان بيسيم مخابراتي شبکې په مټ او همکارۍ له مرکز سره وصل سوي او ددغې ادارې څخه يې مننه وکړه، چي د خلګو مخابراتي ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کوي او په خپلو خبرو کې يې ډاډ وړاندي کړ، چې د ښار او ولسواليو خلګو ته به متوازن مخابراتي خدمتونه رسوي.
په وروستيو کې د کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن وويل؛ اسلامي امارت په ټولو برخو کي ولس ته غوره خدمتونه وړاندي کوي او تېره شل کلنه مبارزه يې په همدې موخه وه او په خپلو خبرو کي يې ددې مخابراتي شبکې وروستۍ کړني وستايلې او لا يې هم خلګو ته په دغه برخه کي د اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *