
د بېلچو جوړولو دغه فابريکه د کندهار په صنعتي پارک کې د شاوخوا يو ميليون ډالرو په پانګونې جوړه شوې ده.د دې فابريکې مسئول حاجي شمس الله وايي: له تيرې يو مياشتې راهيسې يي فعاليت پيل کړ او پر يوه وخت يې له فولادي اوسپنې څخه پنځه زره بېلچې توليدوي او د هېواد ټولو ولايتونو ته استوي.دي د برېښنا د کمښت ستونزه د خپل فعاليت پر وړاندې ننګونه بولي او وايي: په ۲۴ ساعتونونو کې يوازې ۸ ساعته برېښنا لري او په خبره يې که کافي برق ولري، د توليد کچه به څو برابره زياته کړي.(( موږ په دې فابريکه کې ځانګړې وسپني لرو ،چې هغه وسپنې ډېري سختي دي او د هغه اوسپنو دپاره برق ته سخت ضرورت دی، ځکه چې هغه ټولې په برق باندي ويل کېږي او په اوس وخت کې برق ته سخت ضرورت لرو. که برق ولرو، موږ به په ۲۴ ساعتو کې ۳۰ زره بېلچې توليد ولرو.))په ياده فابريکه کې دا مهال ۱۲۰ کسان کار کوي.د دې فابريکې کارکوونکي وايي: خوښ دي چې د کار زمينه ورته برابره شوې، خو غوښتنه کوي ،چې نور پانګوال دې هم په هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته دې د کار زمينه مساعده کړي. (( ډېر خوشحاله يم ،چې په دې فابريکه کې کار کوم او زما په شان نور ځوانان هم دلته په کار اخته دي او له نورو تجارانو څخه مو هم غوښتنه دا ده چې دوی هم دا ډول سرمايه ګذاري وکړي، تر څو نورو بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.))په ورته وخت کې د کندهار د برېښنا رياست مرستيال انجنير امير محمد الهام وايي: د اوبو د کمښت له کبله د کجکي برېښنا قطع شوې او دوی فابريکه لرونکو ته ډېزلي برېښنا په نوبت ورکوي.((کله چې د کجکي برېښنا په مکمل ډول پرې شي، نو موږ بيا د صنعتي پارک فابريکو ته ډيزلي برېښنا ورکوو.))دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کندهار کې له ۲۵۰ فابريکو څخه ۱۳۰ فابريکې د برښنا او نورو ستونزو له امله تړلي دي او ګڼو فعاليت محدود کړی دی.