افغانستانخبرونه

په کندز کې ۸ زره کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

د کندوز د اقتصاد رياست مسئولينو ويلي، چې په دغه ولايت کې د خوړو نړيوال سازمان له لوري ۸ زره کسانو ته د خوړو بدل کې د کار زمينه برابرېږي.د کندوز د اقتصاد رئيس علام اسامه وايي، چې د خوړ نړيوال سازمان له لوري په دغه ولايت کې د ۵۳ ميليونه افغانيو په لګښت پروژه پيلېږي، چې د ۴ مياشتو لپاره به ۸ زره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.ده زياته کړه، چې د کار په بدل کې د خوراکي توکو د پروګرام پلي کېدل د کورنيو د اقتصاد په لوړولو کې اغېزمن رول لري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *