
د کندز سيمه ييز مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په البېروني خصوصي روغتون کې د لومړي ځل لپاره دمغزي تومور عمليات په برياليتوب ترسره شوي دي.د دغه روغتون ډاکټران توانېدلي، چې له ۴ ساعته وروسته د ناروغ له سر څخه مغزي تومور په برياليتوب سره لرې کړي.د ډاکټرانو په وينا: د دغه ۶۵ کلن ناروغ له سر څخه يې ۲۰۰ ګرامه مغزي تومور لرې کړی، چې له دې مخکې په کندز کې دومره پېچلي عمليات نه وو ترسره شوي.اخوا د ياد روغتون مسئولينو دغه عمليات د کندز د طب په تاريخ کې بې سارې لاس ته راوړنه بولي.ورته مهال د دغه ناروغ د کورنۍ غړي وايي، چې له دوو کلونو راهيسې يې د ناروغ د درملنې په برخه کې ډېر زيار ايستلی، خو کومه مثبته پايله يې نه ده ترلاسه کړې او د ناروغ روغتيايي حالت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې و.د يادونې وړ ده، چې ياد ناروغ د تخار د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې اوس يې کورنۍ د دې عملياتو په ترسره کولو خوښه ده او وايي، چې د پلار په روغتيا سره به د دوی د کورنۍ له ټولو لويه اندېښنه لرې شي.