
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي، چې په دغه ولايت کې يې روان کال د عشر او زکات له درکه ۲۲۶ ميليونه افغانۍ راټولې کړې دي. د ياد ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوي امان الله حسن له باختر آژانس سره په مرکه کې ويلي، چې روان کال يې د عشر او زکات له درکه ۲۲۶ ميليونه افغانۍ راټولې کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلې دي.حسن زياته کړه، چې دا شمېره له ټولو لوړ عايد دی، چې سږ کال د ياد ولايت د کرنې رياست تر چتر لاندې راټول شوی او ددولت خزانې ته سپارل شوی دی.نوموړي همدا راز وويل، چې دغه رياست هڅه کوي، څو د زون په کچه د کرنيزو محصولاتو د زېرمه کولو په موخه د مرستندويو بنسټونو په همکارۍ د بزګرانو لپاره سړې خونې جوړې کړي.