
په کلات ښار کې يو تن په خپل شخصي لګښت موزيم جوړ کړی
په کلات ښار کې يو کس په خپل شخصي لګښت د سلګونو تاريخي آثارو په راغونډولو سره يو موزيم جوړ کړي چې اوسمهال يې ليدلو ته د زابل ترڅنګ له نورو ولايتونو هم خلک ورځي.د کلات ښار ختيځ لورته پر لوړه غونډۍ ودانه بادامګل مانۍ؛ چېرې چې تاريخونه په کې خوندي دی، د رحمتي موزيم دروازه مو پرانيستي ده.مخامخ پر لګول شويو تختو پخوانۍ کټوې، بدنۍ، ټوپکونه، تورې او د پېړيو وړاندې تاريخي آثار د نندارچيانو لپاره اېښودل شوي.ويل کېږي چې د دغو آثارو شاليد تر اتو پېړيو رسېږي او په دغه موزيم کې ټول ټال ۲۵۰قلمه تاريخي آتار له تېرو اوو کلونو راهيسې ساتل کېږي. د موزيم مسئول نجيبالله رحمتي وايي، چې په خپل شخصي لګښت يې دغه آثار راټول کړي او کومې ادارې ورسره مرسته نهده کړې، خو نوموړي په ورته وخت کې له اسلامي امارت څخه د همکارۍ او مرستې غوښتنه کوي او وايي:(( په دې موزيم کې ۲۵۰ قلمه آثار لرو ،چې قدامت او لرغونتوب يې له اتو پېړيو اوړي. د ورځې لسګونه کسان دلته راځي او د موزيم ليدنه کوي، دا مې يو شخصي شوق و، چې فعال يې کړم او په دې موخه چې زموږ د تاريخي آثارو د قاچاق مخنيوی وشي او ځوانان مو له تېر تاريخه خبر شي. دا موزيم مې په ۱۳۹۵کال کې جوړ کړی دی.))يارمحمد چې بيا دوه کوچني ماشومان له لاسونو نيولي وو، د موزيم په دروازه راننوت. نوموړی ګيلهمن و، چې په زابل کې هېڅ تفريحي ځای نشته ،چې دی ماشومان ورولي، خو موزيم ته اوونۍ پس يا په مياشت کې يو ځل له خپلې کورنۍ سره راځي. هم تفريح کوي او هم د خپل هېواد له تاريخه خبرېږي.((له خپلو ماشومانو سره موزيم ته راځو، په دې موزيم کې ډېر تاريخي آثار دي او غواړو له خپل تاريخه خبر شو.)) ۱۴کلن سعادتالله بيا وايي، چې په موزيم کې يې ډېر پخواني او په زړهپورې څېزونه وليدل او پر خپل تاريخ وياړي.(( په دې موزيم کې موږ پخوانۍ، تورې، چړې، ديګونه، بدنيانې او نور څېزونه وليدل، موږ د موزيم له مسئوله مننه کوو.))جميل احمد وفا د ننګرهار له معتدلې هوا، زابل ته پېښه کړې، خو دلته سړې هوا لويه چپنه ور په تن کړې. دی وايي: زابل يو تاريخي ولايت دی او د دغسې يوه موزيم موجوديت په کې اړتيا ده، خو په خبره يې دغه موزيم بايد نور هم بډاي کړای شي.(( موږ زابل ته په چکر راغلي يو، راغلو بادام ګل ماڼۍ ته ،چې څنګه ځای دی؟ او موزيم يې ووينو، ډېر ښه ځای دی. ډېر تاريخي آثار لري . موږ په خپلو سترګو وليدل، هغه پخوانی ژوند دی. په زابل کې امير کروړ سوري اوسېده.))عبدالستار له کابله د زابل او موزيم ليدلو ته راغلی دی وايي: (( زابل ته په منظره راغلي يو. د زابل له تاريخي آثارو څخه مو ليدنه کوله، ډېر ښه وشول ،چې دا موزيم مو وليده او په هر ولايت کې بايد داسې موزيمونه فعال شي، ترڅو سېلانيان يې وويني.)) په زابل کې خبريال او ليکوال محمد لعل اميري وايي: دولت ته پکار ده، چې دا موزيم غني کړي ،ترڅو خلک پوه شي ،چې د زابل کلتور او تاريخ څه دی.(( د دغه ولايت او سيمې خلکو ته د پخوانيو نسلونو د کړنو يادول او تازه کول دي. اړين توب يې زيات دی، خو له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده، چې د دې موزيم په تقويه کولو کې همکاري وکړي.))د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوي آمر عبدالولي بشرمل وايي، چې له رحمتي موزيم څخه ډېر خلک ليدنه کوي او دوی ژمن دي، چې په پياوړتيا او غني کولو کې به يې همکاري وکړي.((رحمتي موزيم له موږ سره ثبت دی او په کې سلګونه قلمه تاريخي توکي دي. خلک رحمتي ته تاريخي توکي راوړي ،چې وساتل شي، ښه والي يې دا دی، چې د دې موزيم په جوړېدو د تاريخي توکو د قاچاق مخنيوی هم کېږي.))د يادولو وړ ده ،چې رحمتي موزيم اووه کاله وړاندې په شخصي کور کې جوړ شو، خو کله چې يې پراختيا ومونده، نو بيا د کلات بادام ګل ماڼۍ ته ولېږدول شو.