افغانستانخبرونه

په کراچۍ کې د پاتې بنديانو د خلاصون هڅې روانې دي

د پاکستان د کراچۍ ښار په سنټر جېل کې بندي افغانانو ته ژمني توکي، ګرمې جامې او درمل وېشل شوي.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضياءاحمد تکل پر ټوېټرپاڼه ليکلي چې دا جامې په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ له لوري بندي افغانانو ته رسېدلې دي.د هغه په خبره، اوس مهال د دغو بنديانو د خلاصون هڅې روانې دي.د يادونې وړ ده ،چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې له ۱۵۰۰ ډېر افغانان بنديان وو، چې څه موده وړاندې لسګونه تنه ازاد شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *