
په کاپيسا کې د افغانستان د ټولنيز او معيشت ملاتړ پروګرام له لوري د ۲۲ پراختيايي پروژو چارې د څه باندې ۱۲ ميليونو افغانيو په لګښت پيل شوې.دغه پروژې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۲ ميليونو، ۱۲۶ زرو او ۴۱۲ افغانيو په لګښت، د ياد ولايت په حصه اول او کوهستان ولسواليو کې پلې کېږي، چې په کې د ۱۱۸ زرو او ۱۱۶ مترو په اوږدوالي او ۱۳۷ زره ۹۵۶ متر مکعب حجم په لرلو سره د کرنيزو اوبو کانالونو او د اوبو حوزونو د پاککارۍ چارې شاملې دي.د يادونې وړ ده، چې په دغو پروژو کې به ۲ زره ۱۸۳ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.