افغانستانخبرونه

په کابل کې ۶۶۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

د کابل ولايت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي پلاوي ددې ولايت په ده سبز او پغمان ولسواليو کې د غصب د مخنيوي په برخه کې عملي اقدامات وکړل.دغه پلاوي د يادو شويو ولسواليو له سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل او د هغوی په همکارۍ يې د غاصبينو او عامو خلکو له خوا له غصب شويو ساحو څخه ليدنه وکړه او ورپسې يې يادې ساحې جي پي اس کړې او پولې يې معلومې کړې.ياد شوي هيئت د ده سبز ولسوالۍ په خواجه چاشت کلي کې ۱۸۵۰ جريبه ځمکې امارتي تثبيت کړې، چې زياتې برخې يې سپينې دي او پر يوې لږې اندازې يې خلکو تاسيسات جوړ کړي.دغه راز ياد پلاوي، ددې ولسوالۍ په ګل محمد کلي کې ۸۵۰ جريبه ځمکې امارتي تثبيت کړې، چې لږ اندازه يې سپينه ده او پاتې يې د خلکو لخوا ودانې شوي دي.دغه راز د کابل ولايت تخنيکي پلاوي، د پغمان ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې ۳۹۰۰ جريبه ځمکې امارتي تثبيت کړې ،چې زياته اندازه يې تشې او سپينې دي. ياد پلاوي د يادو شويو ځمکو له ټولو متصرفينو څخه قانوني سندونه وغوښتل او هغوی ته يې معلوماتي استعلامونه هم وويشل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *