
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسئولين رسنيو ته ويلي، چې په کابل کې څه باندې ۶۴۰زره ناپلان شوې لوړپوړې ودانۍ شتون لري ،چې د ژمي په موسم کې د ډبرو له سکرو او نورو نامعياري توکو څخه د ګرمولو لپاره استفاده کوي چې پلازمېنه کې د هوا د ککړتيا اصلي لامل دي.د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د تفتيش او کنټرول رياست سرپرست محمدبصير امين وايي: د کابل ښار بېلابېلو سيمو کې ۶۴۴زره رهايشي ودانۍ د ډبرو له سکرو استفاده کوي، چې تر ډېره يې د پلازمېنې هوا ککړه کړې ده.نوموړي ويلي: (( تراوسه ۹۰سلنه لوړپوړيزې ودانۍ کابل کې د تصفيې ماشينونه لګولي او د لوګي توليدونکو نقليه وسايطو ستونزه نه وه او ستونزه د فابريکو او د هغو کورونو ده، چې د غونډيو شاوخوا جوړ شوي.))په ورته مهال کابل کې ډاکټران وايي، چې لوګي او دوړې د هوا د ککړتيا او تنفسي ناروغيو له لومړيو لاملونو څخه دي. د کابل وزيرمحمد اکبر خان روغتون کې د داخلې څانګې متخصص ډاکټر سيدفريد وايي: دې ورځو کې له ۶۰ تر ۷۰سلنه تنفسي ناروغان دوی ته مراجعه کوي.دی وايي: (( له هرو لسو ناروغانو څخه ،چې موږ ته مراجعه کوي، لږ تر لږه ۷ ناروغان يې پر تنفسي ناروغيو اخته وي ،چې د هوا ککړتيا له دي. له بېکيفيته سوند توکو او هوا ککړتيا کولای شي، تنفسي سيستم تخريب کړي ،چې دومداره کېدل يې د ناروغۍ د پراختيا لامل کېږي او د التهابي، انتاني او نورو سرطاني ناروغيو لامل ګرځي.))بلخوا د چاپېريال ساتنې کارپوه باسط رحماني د ارزانه او دومداره برېښنا نشتون، د سوند توکو لوړې بيې، کمزوري اقتصاد، د کابل جغرافيايي جوړښت او د نفوسو زياتوالي د پلازمېنې د هوا ککړتيا له اصلي لاملونو څخه بولي.دی وايي: (( کابل ښار د توپوګرافي له اړخه يوې کاسې ته ورته دی. کله چې د هوا ککړتيا ټولېږي، له بده مرغه چې دلته کمېږي او د ککړې هوا وتل او تخليه کمه ده.))په همدې حال کې د کابل ښاروالي وايي، چې پر يادو ودانيو څار د دوی کاري پروګرام کې شتون نهلري. د کابل ښاروالي وياند نعمتالله باکرزي وايي: (( کابل ښاروالي دنده لري له هغو ودانيو څارنه وکړي، چې مرکز ګرمي سيسټم لري، حمامونه او کارخانې چې د تصفيې ماشينونه ولګوي، خو هغه کورونه چې د ډبرو سکاره کاروي، د څار مسئوليت لري.))
د يادونې وړ ده ،چې کابل په ۲۰۲۱ م کال کې د نړۍ په ککړو ښارونو کې راغلی دی. که څه هم د عامې روغتيا وزارت روان کال د ککړې هوا له امله پر تنفسي ناروغيو د اخته کسانو او له امله د مړينې شمېرې نه دي په ډاګه کړي، خو ۱۳۹۹ کال کې نږدې ۵۰۰۰ کسان د ککړې هوا له کبله له بېلابېلو ناروغيو مړه شوي وو.