
د کابل برېښنا رياست د برېښنا شبکې د پراختيا لړۍ په دوام، د کوهدامن برېښنا مديريت اړوند د ميربچه کوټ ولسوالۍ په لومړي او دوهم کوز ډکو سيمه کې د ۲۰۰ کيلوولټ امپير په ظرفيت دوه نوي ټرانسفارمرونه ګټې اخيستنې ته وسپارل. د نوموړو ټرانسفارمرونو په پرانيستلو سره ۳۲۰ نوي پېردونکي د برېښنا انرژۍ څخه برخمن شول. د کابل برېښنا رهبرۍ له ټولو درنو پېرودونکو څخه دا هيله لري چې د برېښنا تاسيساتو د ساتنې او د برېښنا لګښت د پروخت ورکړې په برخه کې له برېښنا شرکت سره همکاري وکړي.