
په داسې حال کې چې ځينې افغانان د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله خپل ناروغان روغتون ته د درملنې لپاره نه شي وړلی، دمګړۍ يو شمېر ډاکټرانو د کابل په دارلامان سيمه کې د ((طلوع خدمت د ډاکټرانو مجتمع)) په نامه روغتون جوړ کړی دی.دغه روغتون د نسايي-ولادي، د غاښونو درملنې او عمومي جراحي برخه کې اړمنو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.د يادې مجتمعې يوه ډاکټره هديه سليم وايي، چې دغه روغتون يې امېدوارو مېرمنو ته د غوره روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره رامنځته کړی دی.دې وويل: (( اوس افغانستان کې د مور او ماشومان د مړينې کچه لوړه ده او مېرمنې د اقتصادي ستونزو له امله روغتون ته مراجعه نه شي کولای او دغه مجتمع امېدوارو مېرمنو ته د غوره خدمتونو د رسولو په موخه جوړه شوې ده.))په ورته مهال يوشمېر هغه ناروغان چې دغه روغتون ته راغلي، وايي: د يادې مجتمع فيس لږ او خدمتونه يې ښه دي. دغه مجمتع ته راغلې مريم وويل:(( کله چې دې کلينيک ته راغلم ومې ليدل چې فيس يې لږ دی او معاينات يې ښه دي او د دې مجتمع له ډاکټرانو راضي يم او موږ ته يې ګټه کړې ده.))بلخوا د دې مجتمع ډاکټران وايي چې د ياد مرکز د جوړېدو موخه يې اړمنو ته د روغتيايي خدمتونو رسول دي.يوه ډاکټر وسيم نظامي وويل: (( زه له دوو څانګو فارغ شوی يم، ستوماتولوژي او فارمسي او لږ تر لږه لس کلنه تجربه لرم او موږ ټول دلته راټول شوي يو او وموغوښتل چې اړمنو ته غوره خدمات وړاندې کړو.