افغانستانخبرونه

په کابل کې د ۱۵ لوړپوړيو ودانيو له مرکز ګرميو څارنه وشوه

د چاپېريال ساتني ملي ادارې د نظارت او کنټرول ساحوي ټيمونو وړمه شپه په ۸مه ناحيه کې د ۷لوړپوړيزو ودانيو او دوو سونا حمامونو له مرکز ګرمۍ سيستمونو نظارت وکړ او مالکينو ته يې اړينې چاپېريالي لارښوونې وکړې.همدا راز د دې ادارې نظارتي ټيمونو په ۱۷مه ناحيه کې د ۴ودانيو او ۲روغتونونو له مرکز ګرمۍ سيستمونو نظارت وکړ، د نظارت په ترڅ کې وليدل شول ،چې د درې ودانيو د مرکز ګرميو سيستمونو د دود د تصفيې فلترونو تخنيکې عوارض درلودل؛ له مالکينو يې ليکلې ژمنې واخيستې، چې د بيا ځلې نظارت په صورت کې چې فلترونه يې فعال نه وي؛ مرکز ګرمۍ به يې د مفتشينو لخوا مهرولاکېږي. د چاپېريال ساتني ملي اداره ژمنه ده ټول هغه فعاليتونه چې د چاپېريالي اصولو خلاف وي بند کړي او له لاملينو سره يې قانوني چلند وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *