افغانستانخبرونه

په کابل کې د پرونۍ ترهګریزې چاودنې په اړه د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

په خواشینۍ سره چې پرون مازدیګر د بهرنیو چارو وزارت مخ ته پر غځېدلي سړک باندې د دین، هیواد او اسلامي نظام د د ښمنانو له لوري چاودنه ترسره شوه چې په کې زموږ څو تنه هیوادوال شهیدان او زخمیان شول، انالله واناالیه راجعون.
د بهرنیو چارو وزارت له الله عزوجل څخه ددغې پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس، زخمیانو ته د عاجلې شفاء دعاء او اقاربو ته يې د صبر جميل او نعم البدل غوښتنه کوي.
همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت دښمنانو ته څرګندوي چې په داسې بزدلانه او نامشروع کړنو سره نه شي کولای د اسلامي نظام په وړاندې خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي.
په هېواد کې د حاکم اسلامي نظام پر ضد جګړه او نور هر ډول تخريبي اعمال تر سره کول له اسلامي ارشاداتو سره په ټکر کې دي او مرتکبين يې مجرمين دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *