افغانستانخبرونه

په کابل کې د يوشان درملو له بېلابېلو بيو د خلکو شکايت

د کابل يو شمېر اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د يو شان درملو له بېلابېلو بيو شکايت کوي. دوی رسنيو ته ويلي، چې د ښار په يوه سيمه کې د درملتونونو مالکان يو شان درمل په خپلسري توګه په بېلابېلو بيو پلوري.محمدسلام عطايي چې د کابل ملالۍ زېږنتون ته يې خپل ناروغ وړی وايي: په درملتونونو کې يو ډول درمل وي، خو بيه يې خورا توپير لري.ده وويل: ((له يوه درملتون مې درمل په ۱۸۰۰ افغانۍ واخيستل، د پروان هوټل سيمه همدغه درمل په ۱۲۵۰ افغانۍ وو، يعنې ۶۰۰ افغانۍ توپير يې لره. داسې وخت راغلی، چې خلک د خپل کور لګښت نه شي پوره کولای، د ناروغۍ لګښت خو پر ځای پرېږده.)) په همدې حال کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي: يوه طرحه چمتو شوې ،چې پر بنسټ به يې هېواد کې د درملو بيه ثابته وساتي او د درملو شرکتونه به له دې وروسته مکلف وي، چې د درملو پر پوښ بيه وليکي.د يادې ادارې وياند جاوېد هژير ويلي: ((د ام‌ار‌پي‌ طرحې پلي کول د درملو پر پوښ يا قوطي د درملو د بيې ليکل، چې دا کار جبري دی. هره هغه کمپنۍ چې درمل واردوي بايد پر پوښ يې بيه وليکي.))د خوړو او درملو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، اوس کابل کې ۴۰۰۰ درملتونونه او ۴۵۰ د درملو عمده پلورنځي فعاليت لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *