افغانستانخبرونه

په کابل کې (( د ورېښم )) په نامه د مېرمنو د لاسي توليداتو نندارتون جوړ شو

په کابل کې د ورېښمو تر سرليک لاندې د مېرمنو د لاسي توليداتو نندارتون جوړ شو.د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي: په ‌دې نندارتون کې د هېواد له ګوټ-ګوټ څخه د سوداګرو مېرمنو لاسي صنايع نندارې ته اېښودل شوي دي.د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې اجرائيه رئيسه سلما يوسفزۍ وايي: (( د دې نندارتون اصلي موخه دا ده ،چې موږ وکولای شو، سوداګرې مېرمنې لا ډېرې وهڅوو. د هغوی توليدات له نږدې وګورو او د هغوی په کيفيت جوړونه کې کار وکړو. لومړي د افغانستان بازارونه تر پوښښ لاندې ونيسو بيا يې نړيوالو بازارونو ته ور وپېژنو.))بله‌خوا د دې نندارتون ګډونوالې وايي: د نندارتونونو جوړېدل د کورنيو د اقتصاد په پياوړتيا او د سوداګريزو فعاليتونو په پراختيا کې مهمه ونډه لري.سوداګره مدينه ساپۍ وايي: (( اوس زياتره مېرمنو په لاس د توکو ګنډلو او خياطۍ ته مخه کړه او اوس دوی په خياطۍ او خامک ګنډلو بوختې دي او د دوی لپاره د عايد يوه ښه سرچينه ده.))يوه بله سوداګرې وجيهه احمدي زياتوي: (( په فراه کې ډېر لاسي توکي توليدېږي او په ‌دې ولايت کې ښځې ډېر د لاسي صنايعو او غاليو ګنډلو کار کوي.))اخوا د اقتصاد وزارت د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتونونو جوړول د ښځو د ځان بسياينې او د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره مهم بولي.د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال عبداللطيف نظري زياتوي: (( دې ته ورته نندارتونونه کولای شي د خلکو په اقتصادي وده او له کورنيو توليداتو څخه د ګټې اخيستنې برخو کې مهم رول ولري. د اسلامي امارت هڅه هم دا ده، چې له کورنيو توليداتو ملاتړ وشي او افغانستان له خپلو کورنيو ظرفيتونو څخه په ګټنې د ځان بسياينې لور ته حرکت وکړي.))د هېواد د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ م کال کې د دې خونې په وروستۍ سروې کې په دې خونه کې په سوداګريزو او توليدي برخو کې ۵۸ زره ښځې ثبت شوې وې، خو اوس د سوداګرو ښځو شمېر کم شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *