
په کابل کې د ښکلو هنرونو انستېتيوت له خوا د هنري او صنايعو اثارو يو نندارتون پرانيستل شو.
په دې نندارتون کې تر ۷۰ سلنې هنري آثار د مېرمنو له لوري نندارې ته اېښودل شوي دي.د ښکلو هنرونو د انستيتيوټ چارواکي وايي، په دغه نندارتون کې څه باندې ۴۰۰ ډول ډول هنري آثار نندارې ته اېښودل شوي دي.ښکلو هنرونو د انستېتيوت امر برهان الدين مرزايي وايي: (( واقعيت دا دی، چې د نقاشۍ په برخه کې زموږ ډېری لاسته راوړنې د ښځينهوو هنرمندانو اثار جوړوي.))ورته مهال د تخنيکي او مسلکي تعليماتو ادارې مرستيال د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل د هنر او د صنايعو د ودې په برخو کې ګټور ګڼي.د تخنيکي او مسلکي تعليماتو ادارې مرستيال غلام سعيد احساس څرګندوي: (( د دغه نندارتون د جوړېدو موخه دا ده ،چې ځوانان وهڅول شي او له هېواده بهر ته ګډوال نه شي.))ځينې دغه هنري آثار د ښځو له لوري پنځول شوي او د هغوی له حضور پرته نندارې ته اېښودل شوي دي.يو شمېر نندارچيان د دغه ډول نندارتونونو له جوړېدو هرکلي کوي او هغه د هنري چارو په وده کې مهم ګڼي.ننداره چۍ خاطره څرګندوي: (( هغه نقاشۍ چې دلته نندارې ته اېښودل شوي موږ ته يې ډېره روحيه راکړې ده.))دغه نندارتون به د دوو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانيستي وي. د ويلو ده ،چې د دغه نندارتون ډېری آثار د ښځو له لوري پنځول شوي؛ خو په خپله ښځې په کې حضور نه لري.