
د کابل برېښنا رياست رهبرۍ د لارښوونې سره سم، ددې رياست فني او تخنيکي کارکوونکو په ټولو اړوندو سيمو کې د برېښنا شبکې اصلاح چارو په دوام داځل د څلورم جنکشن اړوند ګلخانې په سيمه کې د دوو برجونو اړوندو تجهيزاتو اصلاحاتي چارې په اساسي ډول بشپړې کړې. د اصلاحاتي چارو په دې لړکې، د يادو برجونو ۵۷ زاړه صندوقونه اصلاح شوي، د ۱۲ متره په اوږدوالي ۱۵ پايې لګول شوي، ۸ زره متره نوي ABC کېبلونه غځول شوي او دغه راز ګڼ شمېر مېترونه اصلاح شوي دي. په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه ترسره شوي وو، د کابل برېښنا رئيس مولوي حکمت الله آخند زاده او د دې رياست يوشمېر نورو اړوندو مسئولينو ګډون کړی وو. د يادونې وړ ده ،چې د برېښنا شبکې د اصلاح چارې د کابل په ټولو اړوندو سيمو کې په جديت سره دوام لري.