افغانستانخبرونه

په کابل کې د ترکيې د سفير ماموريت پای ته ورسېد

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د ترکيې له سفير جهاد ارګنای سره د مخه ښې په موخه ناسته کړې ده. په کابل کې د ترکيې سفير په دې کتنه کې ويلي، چې په افغانستان کې يې د سفير په توګه د‌‌‌‌‌يپلوماتيک ماموريت پای ته رسېدلی دی. په ورته وخت کې د رياست الوزارء سياسي مرستيال په دې ناسته کې ويلي، چې افغانستان او ترکيه ګډ اوږد تاريخ لري او افغان حکومت هڅه کوي، چې د دغه هيواد له حکومت سره نږدې او مثبتې اړيکې وپالي. نوموړي له ارګينای څخه غوښتنه کړې، چې ترکي سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او افغان حکومت چمتو دی، چې هغوی ته په دې برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *