
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي پرون په کابل کې د عبدالرحمن جومات ته څېرمه د ((کتابونو او قرانکريم)) نندارتون ترڅنګ د بيهقي کتاب خپرولو رياست اړوند د کتاب پلورنځي بېرته پرانيست.په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي وويل، چې د بيهقي کتابونو د خپرونو رياست اړوند دغه کتاب پلورنځي له پنځو کلونو ځنډ وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معينيت او د بيهقي کتابونو د خپرونو رياست په هلو ځلو بېرته فعال شو.
فراهي له خلکو په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل، چې د خپل ژوند يوه برخه د کتاب لوستلو ته ځانګړې کړي، ځکه کتاب لوستل او د علم حاصلول د خلکو فکر او ذهن روښانه کوي او د هوسا ژوند او پرمختګ يوازېنۍ لار ده.
هغه وويل، چې په دې نندارتون کې د بيهقي کتابونو د خپرولو رياست او د کتاب خپروونکو له خوا د بېلابېلو عنوانونو په ځانګړي ډول د قرآن عظيم الشان او د ديني علومو کتابونو په ګډون شاوخوا ٩٠ زره ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
ورته مهال د بيهقي کتابونو د خپرولو رئيس مولوي عبدالعليم ځانواک مفتي زاده په خپلو خبرو کې وويل، چې دې ادارې په تېر کال کې ١٨ زره ټوکه کتابونه چاپ کړي، چې په دغه نندارتون کې هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
مفتي زاده زياته کړه، چې په دې نندارتون کې د قرآن عظيم الشان تجويد په دري، پښتو او انګليسي ژبو، چې تازه چاپ شوى، په لوړ کيفيت سره نندارې ته اېښودل شوي دي.
دغه راز يو شمېر هېوادوالو له دغه نندارتون څخه د ليدنې پرمهال د دا ډول نندارتونونو جوړول د مطالعې د فرهنګ د ودې او د خلکو د پوهې کچې په لوړولو کې يو ارزښتناک ګام وباله.