افغانستانخبرونه

په کابل کې به له 100زرو زياتې کورنۍ له پاکو اوبو برخمې شي

د يونيسف په مالي لګښت او د ښاري اوبو رسولو او فضلابو دولتي شرکت له خوا د کابل ښار دقرغې بند له سيمې څخه د باغ بالاته دلس زره متره مکعب ذخيرې د څښاک اوبو دلېږد پروژې پرانيسته وشوه.د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ددولتي شرکت مسئولين وايي: د دوه سوه ميليونه افغانيو په لګښت کابل ته د څښاک اوبو رسولو د پروژې کار پيل شو ، چې په يو کال کې به بشپړ شي.دوی وايي: د يادې پروژې په بشپړېدو سره به کابل کې ۱۴۱۰۰ کورنې له پاکو اوبو برخمنې شي.
د ياد شرکت رئيس انجنير نعمت الله احمدي د دغې پروژې د پرانيست غونډې پر مهال وويل: د قرغې سيمې شاوخوا به د اوبو څاګانې کېندل کېږي او د ۱۶ انچه پايپ پواسطه چې ۱۱ زره ۳۸۰ متره اوږدوالي لري، له قرغې بند څخه تر باغ بالا لس زره متره مکعب ذخيرې ته به ورسول شي.((د يادې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل کوټه سنګي، خير خانه، سيلو، خوشحال خان، دهبوري او دځينو نورو سيمو خلک د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.))د اکسلينټ ساختماني شرکت مرستيال انجنير حميد الله همت ،چې د يادې پروژې چارې پر مخ وړي وايي: ياده پروژه به د ټولو تخنيکي اسنادو او تخنيکي مشخصاتو او نقشو له مخې په دولسو مياشتو کې بشپړه شي.(( له کابل ښاروالۍ او پغمان ولسوالۍ څخه د يادې پروژې په بشپړېدو کې د همکارۍ غوښتنه کوم تر څو د سړک په شکولو سره خلک له ستونزو سره مخ نه شي او له خلکو هم د همکارۍ غوښتنه کوو.))همدارنګه د کابل د سېنديزې حوزې عمومي رئيس انجنير مجيب الرحمن حقپال د يادې پروژې د پرانيست غونډې پر مهال وويل ،چې د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي د ټول هېواد او په ځانګړې توګه د کابل ښار لپاره، چې د اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي لازم اقدامات وکړي.نوموړي زياته کړه، چې سږکال د کابل له ځينو سيمو څخه خلک د اوبو د کمښت له کبله نورو ساحو ته کډه شوي او که دا ستونزه حل نه شي ښايي نورې کورنۍ هم دخپلو کورونو پرېښودو ته اړې شي.(( موږ پلان لرو چې د کابل له باندې ساحو څخه د څښاک اوبه انتقال کړو ، تر څو شته ستونزې حل شي او د کابل ښاريانو د ضرورت وړ اوبه ورسېږي او د خوښۍ ځای دی، دغه پروژه چې اوس پرانيستل شوه د کابل ښاريانو لپاره يوه حياتي پروژه ده، چې د اوبو ډېری ستونزې به ورسره حل شي.))له بلې خوا د کابل د ځينو ناحيود ګذر وکيلان هم د اوبو د يادې پروژې د پيلېدو هرکلي کوي او وايي چې په دې سره به يي د اوبو ستونزې حل شي.د يوولسمې ناحيې دڅلورم ګذر وکيل احمد خالد قادري له يادې پروژې خوښ دي او وايي: ((کومې څاګانې چې نن افتتاح شوې ډېر خوښ يو، خو له اسلامي امارته غواړو ،چې بنيادې کار وکړي چې خلک بيا د اوبو له ستونزو سره مخ نه شي.))دا په داسې حال کې ده ،چې په دې وروستيو کې کابل ښاريان د پاکو اوبو له نشته سر ټکوي او په خراب اقتصادي وضعيت کې د څښاک لپاره اوبه په بيه اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *