افغانستانخبرونه

په کابل او ځينو ولايتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په يو شمېر ولايتونو کې د واورې او باران دورېدو اټکل کړی.له يادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يکشنبه او دوشنبه په ورځ به د کابل په ګډون په يو شمېر مرکزي او جنوبي ولايتونو کې واوره او دغه راز په ډېرو نورو ولايتونو کې باران وا ورېږي.د اورښت اندازه په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰ څخه تر ۱۲ سانتي مترو پورې ښودل شوې ده.د هوا پېژندنې اداره دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې: په تېرو دوو اوونيو کې د هوا سړې څپې له سلو ډېر کسان او ۷۰ زره څاروي وژلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *