خبرونه

په کابل او لغمان کې ۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول

د کابل امنيه قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ۶مې امنيتي حوزې منسوبينو يوه ۸ کسيزه ډله د غلاوو په تور نيولې ده.خبرپاڼه زياتوي، چې په نيول شوې ډله کې۷ تنه يې نارينه او يوه ښځه ده، چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د موټرو په غلا او نورو جنايتونو تورن دي.د سرچينې د مالوماتو له مخې، له نيول شوې ډلې څخه دوه ميله تومانچې او ځينې نور د غلا توکي هم نيول شوي دي.د يو بل خبر له مخې؛ د لغمان امنيتي ځواکونو وړمه ورځ يو تن د ۲۰ کيلو ګرامه پوډرو د قاچاق په تور نيولی دی. په لغمان کې د امنيه قوماندانۍ وياند يونس يوسفزی وايي، چې د شهرا قوماندانۍ مسئولينو د زنګور چک پواينټ په ساحه کې يو تن د ۲۰ شل کيلو پوډرو سره، چې په ماهرانه ډول يې په يوه موټر کې ځای پر ځای کړي وو ونيوه.يوسفزی وايي: ياد کس قدرت الله نومېږي، د هلمند اوسېدونکی دی، چې په خپل جرم يې اعتراف کړی او تر لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.د يادونې وړ ده، چې لا وړمه ورځ هم د لغمان د امنيې قومندانۍ ۲ تنه د ۲۴ کيلو پوډرو د قاچاق په تور نيولي وو. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *