افغانستانخبرونه

په ښرنه کې د سړکونو د بيا رغوونې چارې پيل شوې

د پکتيکا ښاروالۍ له لوري د مرکز ښرنې ښار د خرابو سړکونو د بيارغونې چارې پيل شوې ،چې شاوخوا لس ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او په څلورو مياشتو کې به يې کارونه بشپړ شي. د پکتيکا ښاروال محمد ناصر هلال وايي: په روان کال کې يې د مرکز ښرنې ښار کې د شاوخوا شل ميليونو افغانيو په ارزښت څلور لويې پروژې پلي کړي ،چې يو شمېر يې ګټې اخيستنې ته هم سپارل شوې دي.(( موږ څلور سترې پروژې درلودې په ښار د داخل کې ،چې موږ په هغې کې له مرکز هم کومک غوښتی و، چې، تقريباً شل ميليونه افغانۍ مصرف پرې راغلی او اکثره پروژې بشپړې شوې او څو پروژې په څو ورځو کې پای ته رسېږي او اخري يې هم دغه د سړک د ترميم پروژه ده.))
بل پلو د پکتيکا مرستيال والي محب الله حماس د دې پروژې د چارو په کيفيت ټينګار وکړ او په وينا يې، چې په راتلونکي کال کې به د ښرنې ښار د پراختيا په موخه په بېلابېلو برخو کې پروژې پلي شي:(( دغه د مرکز سړکونو پروژه ،چې چا اخيستې له هغوی نه هم دا توقع کوو ،چې په پوره امانتدارۍ باندې او په ښه کيفيت باندې ،چې کوم ډول تعهد شوي دي په کومو شيانو باندې، دوی هم هغې ته ژمنتيا وښيي او په ښه توګه يې سرته ورسوي.))په ورته وخت کې د پکتيکا يو شمېر اوسيدونکي د لويو لارو له خرابوالي شکايتونه کوي او له حکومت غواړي ،چې په دغه ولايت کې د بيارغونې اساسي برخو ته پاملرنه وکړي.د مرکز ښرنې اوسيدونکي حاجي اکبر وايي، د ښار سربېره د ولسواليو سړکونه هم خراب شوي او زياتوي ،چې مسئولين دې د مرکز ترڅنګ د نورو سيمو تخريب شوي سړکونه ورغوي او د ښار د برېښنا د نشت ستونزه دې هم حل کړي: (( د ښار سړکونه مات دي، د تګ راتګ مشکلات دی، زموږ د دولت له چارواکو دا غوښتنه ده، چې زموږ پکتيکا ډېر وروسته پاتې ولايت دی، د دې لپاره بايد موږ سره د برق کومک وکړي او له غزني برق را انتقال کړي.))د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت پر مهال د پکتيکا په ډېرو سيمو کې د جګړې له کبله، د بيارغونې او نور اساسي کارونه نه دي شوي او د دغه ولايت اوسيدونکي له نوي حکومت د برېښنا، بيارغونې او نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *