خبرونهنړۍ

په پېښور کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې

د پېښور ښار د پوليسو د ځانګړې مېنې په جومات کې پرون ماسپښين په چاودنه کې لږترلږه ۱۵۰ تنه ټپيان شوي او لږترلږه ۴۴ وژل شوي وي.د پېښور د ليډي ريډينګ روغتون ويندوی محمد عاصم رويټرز خبري اژانس ته ويلي ،چې لا هم له ياد جوماته ټپيان وروړل کېږي.د عاصم په وينا د يو شمېر ټپيانو حالت ډېر نازک دی.د ده پر وينا: په روغتون کې بيړنی حالت اعلان شوی، هڅوک نه ور پرېښودل کېږي او يوازې امبولانسونو ته اجازه شته چې روغتون ته داخل شي.له بلې خوا د پوليسو يوه چارواکي سکندرخان وويل: د ودانۍ يوه برخه کاملاً نړېدلې او ګڼ کسان ترې لاندې شوي چې غالباً مړه دي.د پاکستان د ډان ورځپاڼې خبريال وايي ،چې چاودنه د لمانځه په مهال په يوه بجه او ۴۰ دقيقې وشوه. د چاودنې په وخت د پوليسو او پوځ افسران او عادي غړي په جومات کې وو.تراوسه پورې کومې ډلې د دغه بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *