افغانستانخبرونه

په پکتيا کې ۲۰۰۰ کورنيو مرسته تر لاسه کړه

د پکتيا کليو بيارغونې او پراختيا رياست وايي ،چې د خوړو نړيوال پروګرام WFP په مالي ملاتړ د AWCPO مؤسسې له لورې د دې ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې پر ۲۱۹۹ اړمنو کورنيو نغدې پيسې ووېشل شوې.مسئولين وايي چې دغې نغدې مرستې په لومړي پړوا کې پر هرې کورنۍ ۴۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې ياده مرسته د دغه رياست تر نظارت لاندې په شفاف ډول پر مستحقو کورنيو ووېشل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *