افغانستانخبرونه

په پکتيا کې ((هوا)) خصوصي راډيو فعاليت پيل کړ

د پکتيا مرکز ګرديز ښار کې د ((هوا)) په نامه يوې خصوصي راډيو فعاليت پيل کړی، چې د نورو مسايلو ترڅنګ به په خبري او ښوونيزه برخه کې خپرونې کوي.د هوا راډيو مسئولين وايي: که څه هم په هېواد کې يو شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې،خو دوی ټولنې ته پر وخت د معلوماتو ورکولو په هدف دغه راډيو جوړه کړې ده.
د دې راډيو مرستيال مبين ميرزا وايي: هڅه به وکړي ،چې په روانو حالاتو کې له اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره سمې او د نافذو قوانينو په چوکاټ کې خپرونې وکړي: (( يادې راډيويي شبکې، د افغانستان د ټولو نافذو قوانينو په چوکاټ کې خپل خپرنيز جواز ترلاسه کړی ،چې خوشبختانه د دې راډيويي شبکې ټول فعاليت به په خبري، ښوونيزو او د بشري حقونو په برخه کې وي.)) بل پلو په پکتيا کې يو شمېر خبريالان وايي، چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د رسنيو او خبريالانو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.خالد ذهين او حبيب الله سراب وايي: له خبريالانو سره په اقتصادي او نورو برخو کې مرستې نه دي شوې او زياتوي ،چې د نړيوالو بنسټونو له لوري ورکړل شوي امکانات، دوی ته نه دي رسېدلي: ((له خبريالانو سره د اړوندو ټولنو له خوا کومه خاصه مرسته نه ده شوې او نه هغه امکانات ،چې دوی ته د نړيوالو بنسټونو له خوا په واک کې ورکړل شوي دي، تراوسه هم پکتيا کې له خبريالانو سره هغه مرستې نه دي شوي.)) ((خبريالان له ځينو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د محلي رسنيو د تقويې لپاره له حکومته مو غوښتنه دا ده ،چې دوی ته د نظام په ملاتړ اعلانات ورکړي او د هغه په بدل کې دوی بايد مالي حمايه کړي، ترڅو رسنۍ په خپله په پښو ودرېږي او نشرات لا قوي کړي. )) په تېرو دوو لسيزو کې په هېواد کې د تصويري، غږيزو او چاپي رسنيو په برخه کې پام وړ پرمختګ او زياتوالي راغلی، خو په دې وروستيو کې د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر رسنۍ اغېزمنې شوې.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې له سياسي بدلون وروسته په هېواد کې ۴۴ راډيوګانې بندې شوې، خو لا هم له ۲۰۰ زياتې راډيوګانې فعالې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *