افغانستانخبرونه

په پکتيا کې شاوخوا ۶۳ زره جريبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې

عبدالروف سعيد وايي ،چې د دغه کمېټې له لورې په مرکز ګردېز، زرمت، پټان او مختلفو ولسواليو کې ۶۳ زره جريبه دولتي ځمکه تثبيت او له غصب راګرځول شوې ده.نوموړي وويل، چې د غصب شويو ځمکو د مخنيوې او بېرته راګرځولو تخنيکي کمېټې د تېرو ۸ مياشتو پلټنو په پايله کې ياده ځمکه د اسنادو له مخې دولتي تثبيت کړې ده.د غصب شويو ځمکو د مخنيوې او بېرته راګرځولو تخنيکي کمېټه همدا راز وايي ،چې مرکز ګرديز او مختلفو ولسواليو کې ۵۰۰ سوه زره جريبه سپينه ځمکه د يادې کمېټې له خوا د تشخيص او تثبيت په موخه تر پلټنو لاندې ده او په اړه يې خلکو ته استعلامونه هم ورکړل شوي تر څو خپل قانوني اسناد وړاندې کړي.ياده کميټه وايي ،چې ډير ژر به هغه دولتي ځمکې چې تر غصب لاندې بېرته به له غاصبينو را وګرځول شوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دولتي ځمکې غصب کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *