افغانستانخبرونه

په پنجشېر کې ۱۳ جريبه دولتي ځمکه تثبيت شوه

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسئولين وايي، چې په ياد ولايت کې د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمېسيون ۱۳ جريبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده.د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس حافظ عبدالمجيب مشفق باختر آژانس ته ويلي، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمېسيون له لوري د ياد ولايت د عنابې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې ۱۳ جريبه دولتي ځمکه تثبيت او تشخيص کړې، چې د خلکو له خوا پرې کورونه، هوټلونه او دوکانونه هم جوړ شوي دي.نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو د تثبيت لړۍ دوام لري او اسلامي امارت د عامه ملکيتونو په ملاتړ او ساتنه کې ځان مکلف بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *