
امنيتي مسئولينو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د غلا په تور د ۴ کسانو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.د کابل د امنيې قوماندانې د خبرپاڼې له مخې نيول شويو کسانو له کابل ښار څخه يو موټر تښتولي وو، چې د پغمان ولسوالۍ پوليسو ته تر خبرتيا وروسته ونيول شول او موټر يې خپل اصلي خاوند ته وسپارل شو.د سرچينې په خبره د نيول شويو کسانو دوسيې به تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.