
د پروان يو اوسېدونکي څه باندې دوه سوه زده کوونکو ته له لومړي تر شپږم ټولګي د وړيا زدهکړو زمينه برابره کړې ده.نوموړی، چې له شپږو مياشتو راهيسي په وړيا ډول دغو زده کوونکو ته زده کړې ورکوي، له حکومته د يوه ښوونځي د جوړولو غوښتنه کوي.په پروان کې د دې ښوونځي مسئول سيد مومن هاشمي وايي: (( له لومړي تر شپږم ټولګي نجونې زدهکړې کوي. له لومړي تر څلورم هلکان درس لولي. دغه موقعيت چې موږ ورته غوره کړی له ښوونځي لرې دی.))يو بل ښوونکی سيدشاه خليلي وايي: (( زموږ زدهکړې دوام لري، تر څو پورې دلته زدهکوونکو ته ښوونځي جوړېږي، دوی ته دې يوه لېسه جوړه شي چې له زدهکړو لرې پاتې نهشي، ځکه ښوونځي لرې او د خلکو اقتصاد کمزوری دی.))بل خوا، يو شمېر کورنۍ وايي ،چې ماشومان يې د ښوونځي د لرې توب له امله له زده کړو محرومه پاتې دي او له حکومته غواړي څو د دوی ستونزې ته رسېدنه وکړي.د يوه زده کوونکي پلار سيدشاه وايي: (( اته کاله شول چې دلته يوو، زموږ ښوونځی لرې دی، زموږ ماشومان له ستونزو سره مخ دي. ښوونځي، قلم، کتابچې او هر څه اړتيا لرو.))د يوه زده کوونکي پلار عبدالصبور زياتوي: (( ښوونځی لرې دی او مدرسته هم دلته نهشته، له همدې کبله زموږ هيله دا ده ،چې پهدې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.))په همدې حال، د پروان سيمه ييز مسئولين راتلونکي کال د دغه ولايت په ځينو برخو کې د ښوونځيو جوړېدو په موخه د هلو ځلو خبر ورکوي.د پروان د والي وياند حکمت الله شميم زياتوي: (( وړانديز مو کړی چې هغوی ته نوي ښوونځی جوړ کړي او دوی ته نورې ښوونيزې آسانتياوې هم برابرې کړي.))دا په داسې حال کې ده ،چې په يو شمېر لرې پرتو سيمو کېد ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون او يا هم بېوزلۍ او وزګارۍ له امله، زيات شمېر ماشومانو ښوونځي ته له تلو محرومه پاتي او درنو کارونو ته يې مخه کړې ده.