
د چاريکارو ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د ياد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په ساحه کې د څه باندې ۲ ميليونو افغانيو په لګښت د ښاروالۍ لپاره د يوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.د چاريکارو ښاروال سيد ايمل نيکمل آغا باخترآژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ په ۸۰۰ متره مربع ځمکه کې په اساسي توګه د ۲ ميليونو ۳۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړېږي.د پروان د والي مرستيال مفتي محمد ادريس انوري د يادې ودانۍ جوړول د چارو د ښه تنظيم او د ښاروالۍ رياست او د خلکو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله او زياته يې کړه، چې د يادې ودانۍ په جوړولو سره به يې د سيمې د خلکو ستونزې هوارې شي.