افغانستانخبرونه

په پاکستان کې د بندي افغانانو د راتګ لګښت افغان حکومت ورکوي

په پاکستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې دوی افغانستان ته د هغو افغان زندانيانو د انتقال لګښت ورکوي چې د پاکستان له زندانونو څخه راخوشي کېږي.ياد سفارت وړمه شپه ناوخته پر ټوېټرپاڼه د افغان بنديانو له کورنيو څخه غوښتي ،چې په دې برخه کې هېچاته پيسې ورنه کړي.لا وړمه ورځ په کراچۍ کې د افغانستان کونسل مولوي سيد عبدالجبار ويلي و، چې د پاکستان له زندانونو څخه د ۳۶۶ افغانانو د خوشې کېدو امر شوی.د نوموړي په خبره، په دې ډله کې ۶۹ ماشومان، ۶۳ مېرمنې او پاتې نور نارينه دي.د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د پاکستان په بېلابېلو زندانو نو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۵۶۸ افغانان بنديان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *